غزني پوهنتون کې ۳۱۴ تنه محصلینو ته په هیواد کې د بنګو د کښت د مخنیوي په هکله د عالقیدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه ۵۱۰ ګنې فرمان اړوند د عامه پوهاوي سمینار دائر شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۵۵
po

په غزني پوهنتون کې د دعوت، ارشاد آمریت او نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت په ګډه همکارۍ مهم د عامه پوهاوي سمینار تر سره شو، چې موخه یې د هېواد په کچه د بنګو د کښت د مخنیوي په اړه د  عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ۵۱۰ ګنې فرمان د محتوا او اهمیت په اړه د محصلینو پوهاوی زیاتول وو.
په دې سمینار کې د غزني پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۳۱۴ تنو محصلینو ګډون کړی و. چې پیل یې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي مولاداد مفلح د یاد فرمان په هکله خبرې وکړې او د اسلامي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو څخه یې د بنګو د کښت زیانونه تشریح کړل.
ښاغلي مفلح څرګنده کړه چې د بنګو کښت نه یوازې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د ټولنې د اخلاقي او اقتصادي زوال لامل هم ګرځي. هغوی محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د دې ناوړه پدیدې پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل علمي او ټولنیز مسؤلیت ادا کړي او د پوهاوي خپرولو لپاره له خپلو کورنیو او ټولنو سره فعاله ونډه واخلي.
وروسته د دعوت، ارشاد آمریت مبلیغ مولو میرزا محمد مطمئین د بنګو د کښت مخنیوی او د نشه یې توکو زیانونه یې د قرآني آیتونو، نبوي احادیثو، په رڼاکې وړاندې کړل.
دغه سمینار د عامه پوهاوي او د ټولنې د اصلاح په لور یو مثبت ګام بلل شوی دی چې د محصلینو ترمنځ د دیني ارزښتونو د پياوړتیا او د یو سالم، بې‌نشه نسل د روزنې لپاره مهم رول لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه، ۱۴، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۵، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS