غزني پوهنتون کې د مالې او اداري چارو مرستیال د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د مشورې، اداري بهیر د چټکتیا او همغږۍ اړوند ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۷
dr

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذولهادي د پوهنتون د اداري، مالي او تدریسي چارو د لا ښې همغږۍ، د کارونو د شفافیت، او اداري بهیر د چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې شیخ صاحب د ګډونوالو هرکلی وکړ او د مسؤلیت، په کارونو کې د شفافیت، د بیت المال د ساتنې او په کارونو کې د مشورې اړوند یې خبري وکړې؛ نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره د ټولو ادارو ترمنځ ګډ کار، مسؤلانه همکاري او دوامداره اړیکه خورا مهمه ده.
وروسته د پوهنځیو رئیسانو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او اړوند پوهنځیو د ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې. هغوی ټینګار وکړ چې د پوهنتون تدریسي بلاکونو بیا ترمیم او زیربنایې برخو باندې ډیر کار وشي.

په پای کې، شیخ صاحب د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل لپاره به پر خپل وخت لازم ګامونه پورته کړي. او زیاته یې کړه چې د پوهنتون اداره هڅه کوي چې ټولو پوهنځیو ته د اسانتیاوو برابرولو، د اداري بهیر د منظمولو او د شفاف کاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه، ۱۳، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۴، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS