غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوې چوکاټ د تشریح په موخه څلور ورځنې معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۵۰
xc

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٤ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٥ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د استادانو مسلکي انکشاف آمریت  له لوري د شرعیاتو پوهنځي استادانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوې چوکاټ د تشریح او پوهاوي په موخه څلور ورځنې معلوماتي سمینار پیل شو.
د سمینار پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو. 
 یاد سمینار د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب الله همایون ،استاد پوهندوي سیدرحیم غفاري استاد پوهندوي محمد مسعود نیکنام او پوهمنل سید صبغت الله ابراهیمي له لوري ګډونوالو ته وړاندې کیږي.
یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د کیفیت په لوړولو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. تمه ده چې د معیارونو پلي کول به د شرعیاتو پوهنځي په اعتبار، پرمختګ او د زده کړو په بهیر کې څرګندې لاسته راوړنې ولري. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS