غزني پوهنتون کې د زراعت پوهنځي استادانو ته په کرهڼه کې د ترسره کېدونکو تجربو د ارقامو تحلیل تر سرلیک لاندې علمي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۹
yu

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۱۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۳ ، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت په نوښت د زراعت پوهنځي استادانو ته  «په کرهڼه کې د ترسره کېدونکو تجربو د ارقامو تحلیل» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی سید رحیم غفاري له لوري وړاندي شو، چې پکې د کرنیزو تجربو د ارقامو د راټولولو، ترتیب، تحلیل او د پایلو د تفسیر په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د احصایوي ازمایښتونو (لکه CRD او RCBD) د کارولو عملي بیلګې هم وښودې او د تجربو د پایلو د دقیق تحلیل اهمیت یې روښانه کړ.

ګډونوالو د وړاندې شوې موضوع په اړه پوښتنې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل. د بحث په ترڅ کې ټینګار وشو چې د کرنیزو تجربو د ارقامو تحلیل باید د نړیوالو علمي معیارونو مطابق ترسره شي، تر څو پایلې یې د کروندګرو او کرنیزي پالیسۍ جوړونکو لپاره ګټورې وي.
د سمینار په پای کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال پوهندوی احسان الله کامران، له ګډون کوونکو استادانو مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې ډول علمي غونډو دوام به د هېواد د کرنې د پرمختګ لپاره مهم ګام وي او یاد معاونیت ژمن ده چې په هره برخه کې دیته ورته علمي کنفرانسونه او سمینارونه برابر کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS