غزني پوهنتون کې د فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه؛ چې په ترڅ کې د ۱۴۰۴ کال محصلینو د فراغت غونډې نېټې او ځای ټاکلو تر څنګ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۱۸
bj

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد،٦، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای،٢٨، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه ،چې په ترڅ کې د محصلینو د فراغت غونډې د نېټې او ځای د ټاکلو تر څنګ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو،  ناسته د قرآن کریم په مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دغه ناسته کې، د یادې کمېټې ټولو غړو، ګډون درلود، د فراغت غونډې د ښه تنظیم او بریالي ترسره کېدو لپاره بېلابېل وړاندیزونه مطرح کړل. 
همداراز، په ناسته کې پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث وشو، چې پکې د پوهنتون دننه د فرهنګي فعالیتونو پراخولو، د محصلینو د هنري او ادبي استعدادونو وده، او د فرهنګي چارو د ښه همغږۍ په اړه مهمې پریکړې وشوې.
د ناستې ګډونوالو د فرهنګي کمېټې د فعالیتونو پر لا منظم‌والي او موثریت ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړه چې د محصلینو د معنوي هڅونې او فرهنګي بډاینې لپاره به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS