غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د وزارتونو او امارتي ادارو اړوند د عقودو قانون د تشریح، ښه پوهاوي او تطبیق په موخه ښوونیز سمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۸
hy

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۲، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۸، ۲۰۲۵م

تیره ورځ وروسته له غرمې په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د (۲۳) ګڼې فرمان، د وزارتونو او امارتي ادارو د عقودو قانون د تشریح، ښه پوهاوي او تطبیق په موخه ښوونیز سمینار تر سره شو. 

دغه سمینار د یاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري وړاندي شو چې موضوع یې د "عقودو په ځانګړي ډول د بیع د فقهې اصولو تشریح او ښه پوهاوی" و.
په سمینار کې د اسلامي فقهې له نظره د بیع (خرڅلاو) مفاهیم، شرعي شروط، انواع، او معاصر تطبیقات یې کارکوونکو ته واضح شوو، تر څو دوی وکولای شي د اسلامي اقتصاد په برخه کې پیاوړې علمي پوهه تر لاسه کړي او همدا راز د اسلامي عقودو تعریف، د بیع اقسام او شرعي شروط، د غیر مشروع معاملاتو او سود د منعي اړوند هر اړخیز معلومات ورسره شریک شول.
او په اړوند برخه کې یې د دوی هر ډول پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د سمینار ګډونوالو د دې ډول علمي غونډو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې ورته ديني – علمي سمینارونه دي زیات شي، تر څو د اسلامي شریعت عملي تطبیق په ټولنه کې پیاوړی شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS