غزني پوهنتون کې د تفتیش کمېټې ناسته ترسره؛ او د اداري چارو ارزوونې لپاره د چک لیستونو په ترتیب او یو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث او لازمې پریکړې وشوې.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۲۸
bm

ورځ: شنبه
۲۴/ذالحجه/ ۱۴۴۶ه ق
۳۱/ جوزا / ۱۴۰۳ هـ ش
۲۱/ جون / ۲۰۲۵ ميلادي  

غزني پوهنتون کې د تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په مشرۍ ترسره؛ او د اداري چارو د ارزوونې په موخه د چک لیستونو په ترتیب او یو لړ نورو اړوندو موضوعاتو باندي د بحث او خبرو اترو تر څنګ لازمي پریکړي وشوې.
د دغي کمېټې ناسته د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه، چې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیاتونو سره وشو.
وروسته په اجنډا کې د درج شوو موضوعاتو اړوند ګډونوالو د کمېټې لپاره د اداري چارو د ارزوونې او تفتیش په موخه د چک لیست په جوړولو او ترتیب او همداراز د کال د لومړۍ ربعي لپاره د تقسیم اوقات په برابرولو او یو شمېر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو د خبرو اترو تر څنګ اړیني پریکړي ترسره او په اړوند یې لازم تصامیم ونیول شول.
ناسته په دعای خیر پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS