د غزني پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د ابلاغ او ښه پوهاوي اړوند یوه ورځنی سیمینار ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۵۶
xc

قمري نېټه: شوال ١٨، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢٧، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٦، ۲۰۲۵

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلینو ته د خوښیو، ودونو، مصیبتونو، او د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د تشریح او عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شوه .

یاد فرمان، چې د قرآني مبارکو آیتونو او نبوي مبارکو حدیثونو په رڼا کې ترتیب شوی، په اسلامي ټولنه کې د ناسمو رواجونو بېلابېلې بېلګې او د هغوی د مخنیوي دلایل په کې په تفصیل سره بیان شوي دي.

دغه فرمان د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو، د دغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري تشریح او په ټولنه کې د ناوړه رواجونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. او هم مهاله یې کمېټه جوړه او دنده ورکړل شوه ترڅو دغه فرمان د غزني پوهنتون په استازولي په ټولو ریاستونو عمومي اداراتو، مساجدو او عامه ځایونو کې تشریح او خلکو ته یې د تطبیق اړوند عامه پوهاوی ورکړي.
  او دارنګه یې د ننۍ ناستې له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې دغه فرمان ښه مطالعه، او پر خپلو ځانو تر تطبیق وروسته د ټولنې نورو ګړو ته په ښه توګه ورسوي تر څو اسلامي ټولنه د ناسمو رواجونو څخه پاکه او ناوړه رواجونه ختم شي.
مجلس په دعا یې سره پای ته ورسید.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS