د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال د علمي ظرفیت لوړونې او څېړنو په برخه کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له دوکتور استادانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۲۶
nm

قمري نېټه: شوال ١٠، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وری ٢٠، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ٨، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د علمي ظرفیت لوړونې، تحقیقاتو او د دغو استادانو د ظرفیت څخه ښه ګټه اخیستنه کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له دوکتور استادانو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي حمزه د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ناستې موخې یې واضحې کړې. نوموړي د پوهنتون د علمي پرمختګ، نړیوال اعتبار او د نوو علمي او اکاډمیکو کړنلارو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په ناسته کې لاندې مهمې موضوعګانې تر بحث لاندې ونیول شوې.
د علمي معاونیت د چارو د لا اغېزمن مدیریت په موخه له استادانو سره منظمې سلاء مشورې.
د محصلینو د تحصیلي بهیر د لا ښه‌ والي لپاره له هغوی سره په اړوند برخه کې ځانګړې مشورې او لارښوونې.
د محصلینو علمي ظرفیت لوړولو په هدف د علمي سیمینارونو، ورکشاپونو او تخصصي پروګرامونو تنظیم
د پوهنتون لپاره د یو نړیوال علمي ژورنال ترتیب او د هغو لپاره علمي لیکنې چمتو کول.
له نوو او اغېزناکو تدریسي میتودونو څخه د استادانو ګټه‌اخیستنه.
د پوهنتون وېبسایټ د محتوا معیاري کول، علمي رتبې، څېړنیزې لاسته راوړنې، او علمي مقالو ته ځای ورکول.
برسېره پر دې، د ناستې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه هم شریک کړل، څو د یادو نوښتونو د عملي کولو لپاره یوه ګډه او همغږې شوې تګلاره رامنځته شي.
په پای کې، علمي معاون د ټولو استادانو له ارزښتناکو نظریاتو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی نظریات به د پلي کېدو په بهیر کې په پام کې ونیول شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS