غزني پوهنتون ته د دغه ولایت مسلم لوړو زده کړو خصوصي مؤسیسې مشرتابه،استادانو او محصلینو علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۱
df

قمري نېټه: شوال ۸/ ۱۴۴۶ هـ.ق

لمريز نېټه: وری ۱۸/ ۱۴۰۴ هـ.ش

مېلادي نېټه: آپریل ۲۰۲۵/۶م

نن ورځ غزني پوهنتون ته د یاد ولایت مسلم د لوړو زده کړو خصوصي مؤسیسې مشرتابه، استادانو او محصلینو یو ګډ پلاوي د علمي سیر په موخه د دغه پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د غزني پوهنتون رهبري او استادانو ته د طب پوهنځي د منظوري مبارکې او د شوي تفاهمنامې په اساس یې د پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو د ساتنې په موخه د اوبو د قطره ای سیستم د جوړولو ژمنه وکړه.

یاده ناسته د قرآن پاک د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د یادې مؤسیسې راغلي پلاوي ته هرکلی او ښه راغلاست وویل او له هغوی یې مننه وکړه ،چې د غزني پوهنتون له امکاناتو، چاپېریال او علمي ظرفیتونو د نږدې لیدنې لپاره یې تشریف راوړ. نوموړي څرګنده کړه چې غزني پوهنتون د علمي همکاریو، تجربو شریکولو او متقابلو علمي اړیکو په برخه کې د مسلم د لوړو زده کړو خصوصي مؤسیسې سره هر ډول علمي همکاریو ته چمتو دی.

همداراز، د مسلم د لوړو زده کړو مؤسیسې رئیس، ښاغلي حضرت شاه ویاند، د طب پوهنځي د تأسیس له امله د غزني پوهنتون مشرتابه ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې دوی په دغه برخه کې له غزني پوهنتون سره هر اړخیزې علمي همکارۍ ته ژمن دي او زیاته یې کړه چې د غزني رهبرۍ او محصلین کولای شي د یادي مؤسیسې له ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

دغه علمي سیر د دواړو تعلیمي بنسټونو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې، ګډو پروګرامونو او راتلونکو همکاریو لپاره یو ارزښتناک ګام وبلل شو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS