د غزني پوهنتون محصلینو ته د ځنګلونو، اوبو او هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۶
cv

قمري: ۲۴ رمضان المبارک ۱۴۴۶

لمریز: ۴ (حمل) ۱۴۰۴

میلادي: ۲۴ مارچ ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون محصلینو ته د ځنګلونو، اوبو او هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو. یاد سیمینار د محصلانو چارو د معاونیت په نوښت، د ځنګلونو، اوبو او هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت تنظیم شوی وو. په دې علمي سیمینار کې د پوهنتون استادانو، محصلینو ګډون کړی و.

د سیمینار پیل د قران کریم په مبارکو آیتونو سره وشو. ورپسې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم انجنیر محمد عثمان منیب پرانیستونکې وینا وکړه، چې پکې یې د طبیعي منابعو ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل:ځنګلونه د ژوند شریانونه دي، پاکې اوبه د بقا اساس جوړوي، او پاکه هوا زموږ د سالم ژوند ضمانت کوي. د دې دریو مهمو عناصرو ساتنه زموږ اخلاقي او ملي دنده ده.

ور پسې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال ښاغلي پوهندوي احساالله کامران د ځنګلونو،اوبو او هوا اړوند جوړ کړی پریزنټیشن وړاندې کړ، چې پکې یې د ځنګلونو د له ‌منځه‌ تلو، د اوبو د ککړتیا او د هوا د کثافاتو پر علتونو او پایلو هر اړخیز بحث وکړ. نوموړي وویل، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ دی، او اړتیا ده چې ځوان نسل د دې ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

او ځنګلونو د بیا زرغونولو، د اوبو د مدیریت، او د هوا د پاک ساتلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو ته د عملي حل‌ لارو په اړه ځانګړي وړاندیزونه شریک شول، چې پکې د نیالګیو کینول، د اوبو د سپما میتودونه، او د هوا د ککړتیا مخنیوي لارې شاملې وې.

په پای کې، د سیمینار ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل، او ټینګار وشو، چې د پوهنتون محصلین باید د چاپېریالي ساتنې سفیران شي.

د سیمینار ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خپلو ټولنو په کچه به د چاپېریال ساتنې لپاره عملي اقدامات ترسره کوي، ترڅو راتلونکي نسلونه له پاکې او صحتمندې طبیعي فضا برخمن وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS