د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو ناسته تر سره او د پوهنتون د چارو لاپرمختګ، نظم او شفافیت اړوند موضوعاتو پکي بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۲۶
bn

ورځ: یکشنبه

۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۶ه ق

۵ کب ۱۴۰۳ه ق

۲۳ فبروري ۲۰۲۵ م

نن د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو ناسته د مالي اداري چارو د مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په مشرۍ تر سره شوه، چې د یاد معاونیت ټولو اداري کارکوونکو پکې ګډون درلود.

ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه. ورپسې مولوي محمد جاوید خالد ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د پوهنتون د تقدس، مسؤلیتونو، او اصلاحاتو په اړه یې ارزښتناکې خبرې وکړې.او زیاته یې کړه چې پوهنتون ته مو راتګ باید یوازې د الله پاک د رضا لپاره وي، نه د شخصي یا مادي ګټو لپاره. ټولو کارکوونکو ته لازمه ده چې د نبوي اخلاقو سره سم چلند خپل کړي.

کارکوونکي باید له هر ډول حرامو څخه ځان وساتي او د صداقت، دیانت او امانت اصول مراعات کړي.

او د وخت ارزښت د ادارې د نظم او پرمختګ لپاره باید هر کارکوونکی د خپل وخت ارزښت درک کړي، وظیفو ته پر ټاکلي وخت حاضر شي او خپلې چارې په پوره اخلاص او ښه توګه ترسره کړي.

ښاغلی خالد د پوهنتون د چارو د لا ښه تنظیم او شفافیت لپاره، یو ځانګړی هیئت ته دنده وسپارله، څو د مختلفو آمریتونو او مدیریتونو فعالیتونه وارزوي او پرې نظارت وکړي.

ورپسې د لیلی مدیر ښاغلي ضیاء محمد جلالزی د لیلې لپاره د پیرودل شوو اجناسو اړوند معلومات وړاندې. او د راتلونکي کال لپاره د هغو د کارونې په اړه مفصل بحث وشو.

د پوهنتون د پرمختګ لپاره د ځینو متفرقه موضوعاتو په اړه بحثونه وشول، او د اصلاحاتو، نظم، او شفافیت د لا ښه والي لپاره وړاندیزونه مطرح شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS