غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی دیني، علمي او فکري سیمینار؛ په منظمه توګه پای ته ورسېده.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۱۷
ax

 

ورځ: چهارشنبه 
۲۰/شعبان المعظم/ ۱۴۴۶هـ ق
۱/ حوت / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۹/ فبروري / ۲۰۲۵ ميلادي

غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی دیني، علمي او فکري سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
دغه درې ورځنی دیني، علمي او عقیدوي سیمینار چې د لوړو زده کړو وزارت، د دعوت او ارشاد ریاست په هدایت د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت تر چتر لاندې د شعبان المعظم میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او چهار شنبه د شعبان المعظم میاشتې په ۲۰ مه د شیوخو او علماء کرامو له لوري د دوولسو درسونو او دیني موضوعاتو په ارائه کولو سره پای ته ورسېده.

د  سیمینار د پیل په مراسمو کې د غزني پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هر کلي ترڅنک له ټولو استادانو او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې په جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او فکري سمینار کې ورسره برخه وال دي.
 همدارنګه یې له ټولو استادانو، اداري او خدماتی کارکوونکو څخه وغوښتل چې درې ورځې دې په دغه سیمینار کې په پوره لېوالتیا برخه واخلي، څو د شیوخو کرامو او علماء کرامو له لوري تشریح کېدونکي موضوعات په ښه شکل سره اخذ او له ځان سره نوټ کړي.
ښاغلي منصور" دا یو غوره فرصت یاد کړ، چې په یوه بشپړ ارام چاپېریال کې د دیني موضوعاتو او مسائلو د زده کولو لپاره سره را یو ځای شوي یو او محترم شیوخ کرام او علماء کرام راته دیني، علمي او فکري موضوعاتو تشریح کوي، مونږ او تاسو یې په غور سره اورو.
همدارنګه د دغه درې ورځني  سیمینار د ارزښت ترڅنګ  یې د علم او پوهې پر ارزښت او مسؤلیت اړوند خپل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د جوړ شوي دیني، علمي او فکري سمینار په لومړۍ ورځ د غزني ولایت د علماوو شورا غړی او د هغوی په استازولي شیخ الحديث والتفسیر یارمحمد "ابومنصور" د جوړي شوې اجنډا مطابق د ایمان پر تعریف او شعبو، په اسلام کې د ښځې پر مقام، حقوقو، واجباتو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حجاب، اخلاص، زهد، تقوا اړوند معلومات وړاندې کړل.
 او په دوهمه برخه کې د غزني ولایت د جهادي مدرسې او په ولایت مقام کې د قرآنکریم د ترجمې استاد شيخ الحديث مولوي صاحب سخی داد، د نیت اصلاح، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع، اهمیت یې، همدارنګه د ږیرې اهمیت او منزلت په اسلام کې او اړوند موضوعات ارائه کړل. او د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه هم ورکړل شول.

دارنګه د جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او فکري سیمینار دوهمه ورځ د غزني ولایت د علماوو شورا غړی او د هغوی په استازولي شیخ الحديث والتفسیر یارمحمد "ابومنصور" د کفر پیژندنه، ډولونه یې، په اسلام کې د ولاء او براء پیژندنه، اهمیت، نښي نښانې یې، دامیر د ټاکلو حکم، مسؤلیتونه او صلاحیتونه یې او د امیر د حقوقو پیژندني اړوند هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. 
او په دوهمه برخه کې د جهادي مدرسې استاد مفتي صاحب احمد سعید، د اسلامي نظام پیژندنه او ځانګړتیاوي یې، د امام ابوحنیفه رح پیژندنه او د هغه مناقب او د امام ابو حنیفه رح د تقوا او پرهیزګاري په اړه یې پراخ معلومات وړاندې کړل.
او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
او همدارنګه د جوړ شوي درې ورځني دیني، علمي او عقیدوي سیمینار په دریمه ورځ ښاغلي "ابومنصور" د جهاد اهمیت، د جهاد فضائل، د مسؤلیت احساس، امانتداري او د خیانت مذمت اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
او په دوهمه برخه کې د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب نیک محمد "غزنوي" د جهاد فضائل، د تعصباتو زیانونه، د اسلامي امارت پالیسي، د اسلامي امارت راتلونکو پلانونو او کړنو اړوند یې پراخ معلومات وړاندې کړل. او د ګډونوالو پوښتنو ته په اړوند موضوعاتو کې لازم ځوابونه ورکړل شول.

د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هدایت پر اساس غزني پوهنتون کې جوړ شوی درې ورځنی دیني، علمي او فکري سیمینار په کل کې د برخوالو له لوري مثبت و ارزول شو اود یاد وزارت او غزني پوهنتون له رهبري څخه یې دا او دې ته ورته نورو برنامو او پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
غزني پوهنتون کې جوړ شوی درې ورځنی دیني، علمي او فکري سیمینار د  شعبان المعظم میاشتې په ۲۰ مه  د علماوو شورا رئيس شیخ صاحب نیک محمد غزنوي له لوري د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS