د غزني پوهنتون د ښوونې، روزنې او کرني پوهنځیو محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه کندهار پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
nm

شنبه: ۲۸/جمادی الاول/۱۴۴۶ هـ.ق

۱۰/قوس/۱۴۰۳ هـ.ش

۳۰/نوامبر/۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د ښوونې، روزنې او کرني پوهنځیو محصلینو د خپلو عملي زده کړو او مسلکي پوهې د لوړاوي په موخه کندهار پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

د دې سفر مشري د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد، پوهندوی دوکتور احمدعلي کهزاد، کوله. چې د دغه علمي سفر په جریان کې، محصلینو لومړی د کندهار پوهنتون د ارواښاد علامه عبدالحی حبیبي له کتابتون څخه لیدنه وکړه. چې د یاد کتابتون د آمر له لوري د دغه کتابتون په اړه محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. سربېره پر دې، محصلینو د کتابتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او یو شمېر کتابونه یې ولوستل.

ورپسې، محصلینو د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا، فزیک او بیولوژۍ څانګو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه. هغوی ته په دې لابراتوارونو کې د عملي زده کړو اړوند وسایل او مواد ور وپېژندل شول.

همدارنګه، محصلینو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د کمپیوټر لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو د لابراتوار په فعالیتونو او تجهیزاتو مفصل معلومات ورکړل. دې لیدنو د محصلینو د پوهې د پراختیا او عملي مهارتونو په لوړولو کې مرسته وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS