د غزني پوهنتون د نصاب د کمېټې ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۴۱
kl

دوشنبه : ۹/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۱/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۱/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د نصاب کمېټې ناسته ترسره او په یو شمېر موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې دغه ناسته چې د تحقیقاتو معاونیت د جلساتو په صالون جوړه شوي وه پیل یې د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو سره وشو ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د ناستي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ناستي د پیل وینا وکړه.

وروسته د کمېټې غړو د اجنډا سره سم د فرعي کمېټو څخه ترسره شوي نظارت د راپور په وړاندي کولو، د نظارت د پلان په ترتیب او د پلان د تطبیق لپاره د هیئت ټاکل کیدو، او عامه ادارې او پالیسي پوهنځي لپاره د تحصلی نصاب په ترتیب او یو شمېر متفرقه موضوعاتو بحث او خبری اتري وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS