غزني پوهنتون د علمي چارو معاونیت ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري مولوي محمد حیدر حمزه د علمي چارو مرستیال په حیث معرفي او نن ورځ یې په دنده پیل وکړ.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۴۴

سه شنبه : ۲۶/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۸/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۲۹/اکټوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون علمي چارو معاونیت ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري مولوي محمد حیدر حمزه د علمي چارو مرستیال په حیث معرفي او په دنده یې پیل وکړ په همدې پار جوړو شو مراسمو کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ښاغلي حمزه ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ په چارو کې د الله ج له دربار نه د بریا غوښتنه وکړه او راغلي معاون ته یې په چارو کې د هر ډول همکاري ډاډ یې ورکړ او ویې ویل چې د علمي چارو معاونیت د پوهنتون په سطحه یو مهم، اکاډمیک او ضروري بست دي باید چې پوهنتون، استادانو او محصلینو ته په منظمه توګه کار وشي او خپلي چاري د الهي قانون او شریعت په رڼا کې د پاک نیت، اخلاص او قوي ارادې له مخي سرته ورسوي.

ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د پوهنتون له رهبري څخه د منني ترڅنګ ورسپارل شوي چاري یو الهي مسؤلیت وبلل او د پوهنتون له رهبري، استادانو څخه یې د پوره پوره همکاري غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې زه په داسي نیت راغلي یم چې په ورځ او شپه به ستاسي خدمت کوم او د هر استاد له حقوقو څخه به کلکه دفاع کوم او هدف یې په پوهنتون کې د استعدادونو را ژوندي کول او له استعدادونو څخه کار اخیستل دي او په اخیر کې یې غوښتنه وکړه چې باید د وزارت او پوهنتون له لوري د وضع شویو قوانینو او مقرارتو له مخي به خپلي چاري مخته وړو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS