غزني پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۴۵
ax

چهارشنبه: ۱۳/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۲۵/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۱۶/اکټوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله. د آزمویني د پیل پرمهال د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجینر محمد عثمان منیب د آزمویني ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وویل چې له دې ډول آزموینو څخه یې موخه او هدف د محصلینو د خپلو درسونو ترڅنګ د دوی اسلامي بیداري، فکري اصلاح، عقیدوي او علمي پرمختګ ده او زیاته یې کړه چې غواړي نوري دیته ورته برنامې او سیالۍ هم د پوهنتون په سطحه ترسره کړي او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې آزموینه به په پوره شفافیت اخیستله کیږي او پایلي به یې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان او ممتازو او د لوړو نمرو اخیستونکو ته به ډالۍ ورکړل شي

هیره دي نه وي چې غزني پوهنتون د امارت پیژندني فکري سیالۍ هم په لاره اچولي وه چې د لوړو نمرو اخیستونکي یې په ډالیو ونازول شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS