د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د خدماتي کارکوونکو سره د کارونو د ښه والي او په چارو کې د همغږۍ په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۲۹
as

سه شنبه: ۲۱/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۳/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۲۴/سیپټمبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د پوهنتون له خدماتي کارکوونکو سره د کارونو د ښه والي او په چارو کې د همغږۍ په موخه ګډه ناسته وکړه چې پکې د مالي اداري چارو مرستیال ښاغلي خالد یادو کارکونکو ته د یو لړ سپارښتنو ترڅنګ په کارونو کې د ښه والي او پر خپل وخت وظیفې ته راتګ او په ور سپارل شوو کارونو کې په اخلاص او ایمانداري خبري وکړې او له دوی نه یې غوښتنه وکړه چې باید په خپلو وظیفو کې غفلت ونه کړي او دغه کارونه له وخت سره سم ترسره کړي.

همدارنګه د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور هم دغو کارکوونکو ته د وظیفې پر پابندي او د کارونو په سمه توګه د پر مخ بیولو او د دغو کارکوونکو پر حاضري او نورو مسائلو خبري وکړې او ترڅنګ یې له دوی نه غوښتنه وکړه چې هره ستونزه لري ورسره شریکه تر څو ژر تر ژره حل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS