د غزني پوهنتون د زراعت پوهنځي د دوو آمریتونو لپاره ( د حیواني علومو او هارتیکلچر څانګو) دوه تنه آمرین معرفي او په دندو پیل وکړ.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۵:۴۲
ax

یکشنبه: ۱۲/ربیع الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۵/سنبله/۱۴۰۳ه.ش

۱۵/سیپټمبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو چارو د لا ښه سمون او په چارو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه د حیواني علومو څانګي د آمریت لپاره ښاغلی پوهنمل روح الله کمال او د هارتکلچر څانګي آمریت لپاره ښاغلی پوهنمل عبدالواسع تاج زاده د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، او د زراعت پوهنځی رئیس ښاغلی پوهنوال حبیب الله همایون او د ياد پوهنځي څو تنو استادانو له لوري نن ورځ رسماً معرفي او په دندو پیل وکړ، د یادو دوو تنو آمرینو د معرفت پر مهال دزراعت پوهنځي رئیس ښاغلي همایون دغو آمرینو ته د مبارکي ترڅنګ په خپلو چارو کې له الله ج نه بریا وغوښته او ویې ویل چې تاسو ته خدایې مسؤلیت در له غاړي شو نو اوس باید خپلو کارونو ته لاښه متوجه او دغه درسپارل شوي چاري د کلک هوډ او قوي ارادې له مخي سرته ورسوئ او د پوهنتون او یاد پوهنځی د چارو د ترقي او د کارونو د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS