د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست د هدایت په اساس غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې د دې پوهنتون استادانو ته دری ورځنی سمینار پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۴:۱۶
as

یکشنبه: ۱۲/ربیع الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۵/سنبله/۱۴۰۳ ه.ش

۱۵/سیپټمبر/۲۰۲۴ م

نن ورځ یکشنبه، چې د ۱۴۴۶ کال د ربیع الاول د میاشتې له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، د غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې د استادانو د مسلکي آمریت په ملتیا دری ورځنی سمینار پیل شو. د سمینار په پیل کې د قرآن کریم څو مبارک آیاتونه تلاوت شول. ورپسې د علمي څېړنو معاون پوهنمل عبدالمتین میاڼي دا ډول سمینارونه د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو په برخه کې ډېر مهم یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د څېړنو معاونیت د نورو موخو تر څنګ یوه موخه دا ده، چې د کیفیت او کمیت له مخې په څېړنو کې ښه والی راشي او دا ښه والی یې د دې ډول سمینارونو تابع وباله. د یادونې وړ دی، چې په یاد دری ورځنې سمینار کې مهم موضوعات لکه د تالیف مهارتونه، د ژباړې مهارتونه، د څېړنې میتودولوژي، د مقاله لیکلو اصول، د ژورنالونو اړوند مفاهیم او ژورنالونو ته د مقالې د لیږد وړاندې کیږي. یاد سمینارونه د غزني پوهنتون د محترمو استادانو پوهندوی محمد عمر دروېش، پوهنوال حبیب الله همایون، پوهندوی سیدرحیم غفاري، پوهنمل رحیم الله رامش، پوهنمل محمدمصطفی صفا، پوهنمل احسان الله سعید، پوهنمل محمدمسعود نیکنام، پوهنمل عبدالمتین میاڼي او پوهنیار فواد ناصري له لورې وړاندې کیږي او دری ورځي به دوام ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

+2

See insights and ads

Boost post

All reactions:

1414

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS