د غزني پوهنتون پېژندنه:
غزني پوهنتون په ۱۳۸۷هـ ل کال د غبرګولي په ۶ نېټه، لومړی د دوو پوهنځیو په درلودلو سره د غزني ولایت د حکیم سنایې د عامه کتابتون په ودانۍ کې خپلي د تدریس چارې پیل کړې چې وروسته د زیاتو هڅو او کوششونو په نتېجه کې د دغه ولایت د قلعه جوز په سیمه کې پر ۵۰۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکه، د هېواد د علمي پرمختګ، څېړنې او مسلکي کادرونو د روزنې په موخه تأسیس شو.
غزني پوهنتون د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ د کیفیت لرونکو لوړو زدهکړو، علمي څېړنو او ټولنې ته د خدمت رسولو لپاره فعالیت کوي؛ چې دا مهال یاد پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو دویمه مرحله لري او همدارنګه د علمي او تدریسي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دوه اداري، دری تدریسي او یوه د محصلینو د استوګنې لپاره د لیلیې څلور پوړیزه ودانۍ لري. غزني پوهنتون د خپلو علمي او اداري چارو د اغېزمن مدیریت لپاره ۱۷۰ کادري او ۱۱۱ اداري او خدماتي بستونه لري چې د تحصیلي درجو او علمو رتبو پر اساس غزني پوهنتون دا مهال ۳۴ تنه لیسانس، ۸۳ تنه ماسټر، ۸ تنه دوکتور او د علمي رتبو پر اساس ۳۴ تنه نوماند پوهنیار، ۲۸ تنه پوهنیار، ۴۲تنه پوهنمل، ۱۹ تنه پوهندوی او ۲ تنه پوهنوال استادان لري.
په غزني پوهنتون کې اوس مهال ټولټال ۲۰۳۵ تنه محصلین په بېلابېلو څانګو کې لوړې مسلکي زدهکړې ترسره کوي چې د هغو له جملې څخه یې ۵۰۱ تنه محصلین لیلیه او ۵۶۲ تنه محصلینو ته یې بدل اعاشه ورکول کیږي.
دغه علمي مرکز ټولي اته پوهنځۍ لري چې د هغو له جملې یې شپږ فعالي او دوو پوهنځیو یې لا تر اوسه خپل خدمات نه دي پیل کړي.
د شرعیاتو پوهنځی د فقه او قانون، اسلامي تعلیماتو او اسلامي ثقافت څانګې لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی د ریاضي، کیمیا، بیولوژي، فزیک او تاریخ څانګو کې خپل خدمات وړاندې کوي.
د کرنې پوهنځی د هارټکلچر، اګرانومي، حیواني علوم، کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګو کې فعالیت کوي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو ژبې او ادبیات، دری ژبې او ادبیات، انګلیسي ژبې او ادبیات او د عربي ژبې ادبیات څانګو په درلودلو سره محصلین روزي.
اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي، اداره او تشبثاتو څانګو کې خدمات وړاندې کوي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیسټمونو په دوو څانګو کې محصلین روزي.
طب پوهنځی د اناټومي، فزیوپتالوژي، بایوساینس، بیوشمي، عمومي داخله، عمومي جراحي، وقایوي طب او ټولنیز علوم څانګو په درلودلو سره به خپل فعالیت پیل کړي.
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د عامه ادارې او عامه پالیسۍ په برخو کې به خپل خدمات پیل کړي.
غزني پوهنتون محصلینو ته د نظري زده کړو ورکولو ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره هم لاندې اسانتیاوي لري.
د کرنې پوهنځي محصلینو ته د عملي زده کړو لپاره په شل جریبه ځمکه جوړ شوی څېړنیز فارم چې له ټولو اسانتیاوو برخمن دي او همداراز تجربوي لابراتوار چې د یاد پوهنځي محصلین پکي بېلابیلي تجربې ترسره کوي.
د ښوونې، روزنې او طب پوهنځیو ۵ تجربوي لابراتوارونه چې د اړوندو څانګو محصلینو ته پکې وخت پر وخت عملي زده کړې او تجربې ترسره کیږي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب.
حقوقي کلینیک چې د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د جزایې، مدني، تجارتي دعواوو او تمثیلي محاکمو په برخه کې عملي زده کړې ورکول کیږي.
غزني پوهنتون یو عمومي او یو الکترونیکي کتابتون او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو ترڅنګ محصلینو ته هم د انټرنیټ او بریښنایې خدمات وړاندې کوي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم، د هېواد د نورو علمي مراکزو په څېر غزني پوهنتون ته هم زیاته پاملرنه وشوه چې د علمي پراختیا په برخه کې د نورو معاونیتونو ترڅنګ د څېړنو او علمې معاونیت سره له ټول تشکیل ایجاد شو، د لوړو زده وزارت د محترم وزیر صاحب شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم په زیاتو هڅو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه په ځانګړي شفقت د طب پوهنځی، تدریسي روغتون سره له ټول تشکیل او ټولو امکاناتو منظور شو، عامه اداره او پاليسي پوهنځی د دوو څانګو په درلودلو سره، د کمپیوټرساینس پوهنځی د دوو څانګو په لرلو؛ او د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اسلامي ثقافت، د کرنې په پوهنځي په چوکاټ کې د حیوانې علومو څانګې ایجاد او په اداري او زیربنايې برخه کې هم د لیلیې لپاره د خوړنځاي پاته چاري بشپړول، د غونډو تالار، او د غزني پوهنتون له دولتي برېښنا سره د نښلولو پروژه، د ټولو بلاکونو په شاو او خوا کې د جدولونو او شنو ساحو جوړول، د پوهنتون د داخلې ساحې هوار کاري او د محصلینو لپاره د لیلیې فعالول، د دې پرمختګونو مهمې بېلګې دي.
غزني پوهنتون خپل محصلین د علمي سیرونو له لارې د غزني ولایت ترڅنګ د هېواد بېلابېلو سیمو ته استوي ترڅو خپلي مسلکي پوهي او عملي تجربو ته پراختیا ورکړي. سربېره پر دې، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته په دوامداره توګه فکري، اصلاحي او عقیدتي پروګرامونه ترسره کیږي ترڅو یاد علمي مرکز پر اسلامي او عصري علومو سمبال، نظام او تولنې ته ژمن ځوانان وړاندې کړي.
غزني پوهنتون د علم، څېړنې او نوښت هغه مخ پر ودې علمي مرکز دی چې د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره د متعهدو، متخصصو او وړ انساني کادرونو په روزنه کې اغېزمن رول لوبوي او د کیفیت لرونکو لوړو زدهکړو او دوامدار علمي پرمختګ پر لور په ثابتو ګامونو روان دی.
د غزني پوهنتون کاري کړنلاره:
غزني پوهنتون د یوه علمي بنسټ په توګه خپلو امکاناتو او فرصتونو ته په پام سره د هېواد په کچه د لیسانس تر درجې پورې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو روزلو ته چې یوه ملي او اسلامي اړتیا ده ژمن دی. یاد پوهنتون په دې لړ کې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه کوي:
۱: ملي ارزښتونو، اصولو او قوانینو ته تلپاتې ژمنتیا او درناوی.
۲: د عدالت رعایت او له هر ډول تعصب او تبعیض سره مبارزه.
۳: د اغېزناکو برنامو په وړاندې کولو کې د کمیت او کیفیت مسئلې ته پوره پاملرنه.
۴ : له فساد سره د مبارزې په چارو کې روڼتیا او حساب ورکولو ته ژمنتیا.
۵: ګډون او ډله ییز کارونه (ټیم ورک)
۶: ملي ګټو ته په کتو سره، رښتینولۍ او نیکو اخلاقو ته پابندي.