غزني پوهنتون کې د میلادالنبي ﷺ د مبارکې ورځې په لمانځ غونډه کې د نبي کریم ﷺ مبارک ژوند، غوره اخلاقو، نبوي سیرت او سنتو په پیروي هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۴۴
rp

غزني پوهنتون کې د رسول الله ﷺ د مبارک میلاد  په لمانځ غونډه کې د نبي کریم ﷺ مبارک ژوند، غوره اخلاقو، نبوي سیرت او سنتو په پیروي هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
 په دغه غونډه کې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو.
چې پر مهال یې د پوهنتون عمومي رئیس، د علمي چارو مرستیال، محصلانو مرستیال او د شرعیاتو پوهنځي دوو تنو استادانو د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، غوره اخلاقو، نبوي سیرت او سنتو د پیروۍ پر ارزښت خبرې وکړې؛ او زیاته یې کړه چې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د ژوند له مبارکو لارښوونو څخه پیروي د فردي اصلاح، ټولنیز ثبات، ورورولۍ او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا مهمه وسیله؛ او د میلادالنبي ﷺ د مبارکې ورځې لمانځنه د نبوي سیرت د زده‌کړې، د هغه د ښو اخلاقو د عملي کولو او په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده چې د غزني پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت د منظم پلان له مخي د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د نبوي سیرت او سنتو د پیروۍ د عامولو په موخه بېلابېل دیني او اصلاحي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۱۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۱م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS