غزني پوهنتون کې محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳
qw

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د ارواپوهنې څانګې استاد پوهنمل حسن خان درمل له لوري محصلینو ته د ازموینې پر مهال د رواني فشار او وېري کمولو، د مطالعې د اغېزمنو لارو چارو، د وخت د مدیریت، او د مثبت ذهنیت د رامنځته کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
همداراز د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري هم د وینا پر مهال پر ځان د باور او له خپلو وړتیاوو څخه د اعظمي ګټي اخیستنې په خبري وکړې او ویې ویل چې له ازموینو څخه وېره یو عام حالت دی، خو د مناسبو مهارتونو، منظمې مطالعې او ذهني تمرینونو په وسیله یې په اسانۍ سره مخنیوی کېدای شي. او محصلین یې وهڅول چې د مطالعې پلان جوړ کړي او د ازموینو پر مهال ارام او باوري پاتې شي.

باید وویل شي چې دغه سمینار د محصلینو د علمي او رواني ملاتړ په برخه کې یو اغېزمن ګام بلل کیږي، چې موخه یې د ازموینو پر مهال د محصلینو د لا ښه چمتووالي او بریا ترلاسه کول دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۲ م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS