کرهنحی پوهنڅی

کرنې پوهنځي تاریخچه

دغزنی پوهنتون د کرنې پوهنځی په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چې د ۲۰۰۸ ميلادی کال سره سمون خوري  د لوړوزده کړو وزارت لخوا تاسیس او په فعاليت يې پيل وکړ . په لومړی د ۶ استادانو په مټ ۱۸۰ تنه  نارینه محصلينوته تدریس پیل شو. څرنګه چې دکرنې پوهنځي دتاسیس څخه تراوسه پورې (۱۲) کاله تیریږي نو پدې اساس یی  ۱۳۹۰ کال کې  يی لومړۍ دوره فارغین ټولنی ته دخدمت په موخه وړاندې کړي دی  . دکرنې پوهنځی د هارټیکلچراو اګرانومی څانګو په درلودلو سره پیل کړی  چی بیا وروسته  په کال ۱۳۸۹ کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه  هم جوړه  شوه ، ،خو په راتلونکې کې پام کې ده چې دیاد پوهنځي په چوکاټ کې دحیوانی علومو، نباتاتوژغورنې څانګې هم ورزیاتې کړو.

د کرنې پوهنځي اداري تشکیل:

د کرنې پوهنځی  په اداري تشکیل  کې دپوهنځي رئيس ،  دډيپارتمنتو آمرين،تدريسي ،اجرائي مدیراو دفارم مدیر او دری تنه خدماتی کار کونکی چې د هغوی  له جملی څخه یو یی باغوان فعالیت کوي. نوموړی پوهنځی  د څلور کلنو په جریان کی  دوه کاله عمومی زده ګړی او  په دريم او څلورم کال  په اختصاصي ډول رشته بندي کيږي او   د څلورو کالو مودې په بشپړېدو سره  د هارټیکلچر، اګرانومی  او کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګوڅخه د لسانس په کچه ټولنې ته فارغين وړاندې کوي. په ابتدا کې نوموړي پوهنځي ۷ اکاډميک غړی درلودل چې اوس مهال یې د استادانو شمېر ۲۳ تنوته رسيږی چی د ټولو دجملی څخه ۱۵ استادان د ماسټری  او یو تن د دوکتورا په کچه زده کړی لری  او پاتی ۵ تنه د ماسټری د پاره معرفی شوی دی  .

د پوهنځی ماموریت  ، ارزښتونه او لرليد:

ماموریت (Mission)

د غرنې پوهنتون د کرنې پوهنځی د هېواد په کچه يو علمی او د ارزښت وړ څانګه ده، چې له شته فرصتونو او شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنی سره د علمی کادرونو په تربیه کې فعاله  برخه اخلی.

لرليد (Vission):

  • د کرنې پوهنځي په پام کې چې د تدریس، څيړنې او د وړ خدماتو د اسلامی قوانينو او افغانې ټولنی  دکلتور په نظر کې نیولو سره د وړاندي کړي.
  • د هیواد په کچه په علمي ډګر کې يوه غښتلې اکاډميکه اداره رامنځ ته کول دي.

 

اکاډميک چاپيريال :

د اکادميکو معيارونو په ثابت ساتلو او په پوره لېوالتيا او صداقت سره ښوونه ،دتخنيکي او اداري پرسونلو  پر مټ د پوهنځي محصلينو ته دپوره زيار ايستلو مشورې ورکول ،د زده کړې ښه فضا تامينول او په ټولو حالاتو کې د پوهنځي د محصلينو د شمېر او د طرز العملونو په لوړولو سره د زده کړې ښه چاپيريال ايجادول دي.د علمي پرسونلو له خوا د پاليسيو په عملي کولو او د پوهنتون د پاليسيو په اډانه کې د اکادميکو معيارونو په ثابت ساتلو سره دپوهنځي په کچه يو ښه اکادميک چاپيريال ايجادشوی دی. دا ډول چاپيريال د محصلينو، کارکوونکو هڅونه ،صنفي سمينارونه، په پوهنتون کې د تحصیلي کال په پرانيستو کې او نورو ځانګړو ويناوو او روزنيزو کنفرانسونو کې  چې د ديپارتمنت او پوهنځيو له خوا دايريږي، له امله یې د زده کړې ښه چاپيريال منځ ته راځی او  راغلی دی.

 اداري جوړښت:

د پوهنځی رئيس د فاکولتې د اکاديميکو او اداری چارو په برخه کې عمومي مسؤل او باصلاحيته شخص دی  چې د ديپارتمنتونو د امرينو، د پوهنځی مرستيال او نورو اداري او مسلکي کارمندانو سره د موخو د لاسته راوړلو په برخه کې همکار او همغږي کوونکی رول ادا کوي. د د يپارتمنتونو امرين  د اکاډميکو چارو پرمخ بيولو په برخه کې د پوهنځي رئيس،  د پوهنتون رئيس او علمي مرستيال  ته مسؤل دي تر څو د خپلو ديپارتمنتونو  چارې په ښه شان سره پرمخ بوځي . 

د پوهنځی د علمی کادر د غړو ليست:

کتنې

جنس

څانګه

علمی رتبه

تحصیلي درجه

شهرت

ګڼه

د پلار نوم

تخلص

نوم

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

اگرانومی

پوهنیار

لیسانس

عبدلمتین

همت

محمود

۱

 

نر

اگرانومی

وهنمل

ماستر

عبدالحق

غفاری

سیدرحیم

۲

 

نر

اگرانومی

پوهنیار

ماستر

محمدصالح

صالحی

احمدرضا

۳

 

نر

اگرانومی

پوهنمل

ماستر

خان آقا

جلالی

محمدنعیم

۴

د دوکتور په زده کړو بوخت

نر

اگرانومی

پوهنمل

ماستر

محمداسماعیل

صمیم

محمد مهدی

۵

 

نر

اگرانومی

پوهنیار

ماستر

غلام حیدر

ابراهیمی

نجیب الله

۶

 

نر

اگرانومی

پوهنیار

ماستر

سیدنورآقا

مظفری

سیدحمیدالله

۷

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

اگرانومی

پوهنیار

لیسانس

خیال محمد

مدثر

میرزا محمد

۸

 

نر

چنگلات

پوهنیار

ماستر

عبدالعلی

سائس

حشمت الله

۹

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

د نباتاتو ژغورنه

پوهیالی

لیسانس

عبدالرحمن

صمیمی

سید الرحمن

۱۰

ددوکتورا په زده کړو بوخت

نر

مالداری

پوهنیار

ماستر

روزي خان

عمری

محمدامین

۱۱

 

نر

مالداری

پوهنیار

ماستر

عبدالکریم

کمال

روح الله

۱۲

 

نر

مالداری

پوهنیار

ماستر

فیض الله

فیضی

حبیب الله

۱۳

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

هارتیکلچر

پوهنمل

لیسانس

غلام حضرت

فقیری

غلام معروف

۱۴

 

نر

هارتیکلچر

پوهنیار

لیسانس

عبدالمحمد

تاجزاده

عبدالواسع

۱۵

 

نر

هارتیکلچر

پوهنمل

ماستر

سیدمحمد

همایون

حبیب الله

۱۶

 

نر

هارتیکلچر

پوهنیار

داکتر

عبدالمالک

رحمانی

شفیق الله

۱۷

 

نر

هارتیکلچر

پوهنیار

ماستر

محمداکرم

اکرمزوی

احسان الله

۱۸

 

نر

هارتیکلچر

پوهنمل

ماستر

گل زمان

درویش

محمد عمر

۱۹

 

نر

کرنیز اقتصاد او پراختیا

پوهنیار

ماستر

تاج محمد

نیکنام

محمد مسعود

۲۰

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

کرنیز اقتصاد او پراختیا

پوهیالی

لیسانس

آقامحمد

محمدی

فضل محمد

۲۱

 

نر

کرنیز اقتصاد او پراختیا

نامزدپوهنیار

لیسانس

محمدناصر

ناصری

فواد

۲۲

د ماستری په زده کړو بوخت

نر

کرنیز اقتصاد او پراختیا

پوهنیار

لیسانس

عبدالصمد

میانی

عبدالمتین

۲۳

 

 ستراتيژیک پلان جوړولو ته اړتیا:

څرګنده ده چې په نړیواله اوملي کچه دهیوادونودپرمختګ بنسټیزه موضوع معاصري ،علمي لاسته راوړنې دي چې بې له شکه دعلماوو اوفیلسوفانوهڅې اولارښوونې ددې لامل شوې ترڅودباکیفیته علمي موادو اوتحصلي مرکزونوشاهدان واوسو، دهمدې اصل څخه په پیروي کرنې پوهنځي هم غواړي دپوهنتون دستراتیژي څخه په الهام ،ټولني ته باکیفیته علمي خدمتونه وړاندي اوعلمي کادرونه په تحصلي اوعلمي ګاڼه سمبال کړي چې په دې موخه یوتشکیلاتي جوړښت (دکیفیت دتضمین کمېټه ) جوړه شوې اوپه دوامداره توګه فعالیت کوي.

 

دمحمد عمر درویش پیژندنه :