مالي او بانکي چارو څانګې پېژندنه

 

 

 

 

 

 

 

 

  1. مالي او بانکي چارو څانګې تاریخچه

مالي او بانکي چارو څانګه د اقتصاد پوهنځی له تاسیس سره سم په ۱۳۹۱ل ل کال کې رامنځته شوه، چې تر دې مهاله یې په څلورو دورو کې  ټولټال ۳۳۲ کسان محصلین  ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي دي. هغه معلومات چې  له بېلابېلو لارو څخه په مستقيم او غیر مستقیم ډول له فارغ شویو محصلینو څخه تر لاسه شوي ؛ څرګندوي چې د یادو محصلینو ډیري شمېر یې په دولتي او غیر دولتي اداراتو کې ګمارل شوي دي.

مالي او بانکي چارو څانګه په خپل تشکیل کې ۶ تنه استادان لري؛ چې ۵ تنه استادان یې فعلاً په یاده څانګه کې په تدریس بوخت دي او ۱ تن استاد د ترکیې هېواد کې د دوکتورا تحصیلي پروګرام په زده کړو بوخت دی.

  1. لرلید(Vision):

مالي او بانکي چارې څانګه به په ملي او سیمه ییزه کچه  په مالي او بانکي چارو کې  د مسلکي  کادرونو په روزلو سره یوه سیاله او مخکښه څانګه و اوسي.

  1. رسالت(Mission):

          مالي او بانکي چارې څانګه د معیاري تحصیلي نصاب په درلودلو سره په مالي او بانکې چارو کې د هېواد په کچه د کار د بازار د تقاضا مطابق تحصیلي خدمات وړاندې کوي.

.

  1. بنسټیز ارزښتونه(Values):

د مالي او بانکي چارو څانګه په مؤثر او مثمر ډول د اهدافو د تحقق لپاره لاندې کلیدي ارزښتونو  ته متعهده ده:

  • تخصص پالنه او ښایسته سالاري
  • تعهد او مسوولیت منل
  • په تحقیقي او تحصیلي کړنو کې نوښت او خلاقیت
  • په ټولو برخو او کړنو کې کیفیت پالنه
  • د همکارۍ په روحیه او ګروپی کار ټینګار
  1. اهداف:
  1. د کار د بازار د غوښتنې سره مطابق د تحصیلي خدماتو وړاندې کول.
  2. د علمي او اداري کارکوونکو او محصلینو د مسلکي مهارتونو لوړول.
  3. د پرمختللو تحصیلي تجهیزاتو او تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل.
  4. د یادې څانګې د اړتیاوو سره سم د څېړنیزو او علمي فعالیتونو ترسره کول.
  5. د اقتصاد پوهنځي له ریاست سره په همغږۍ د مسلکي افرادو، سوداګرانو او نورو فعالو موسسو د حضور لپاره امکانات برابرول.
  6. د قانونمندۍ فرهنګ ترویجول.
  7. د ارزونې موثر سیسټم رامنځته کول.
  1. د مالي او بانکي چارو څانګې تشکیل:

نوموړې څانګه اوسمهال ټولټال  ۶ تنه استادان لري چې یو یې آمر او پاتې نور یې غړي دي :

 

  1. د مالي او بانکي چارو څانګې محصلین(۱۳۹۸):

مجموع محصلین ۱۳۹۸

څلورم ټولګی

دریم ټولګی

دویم ټولګی

اول ټولګی

څانګه

ګڼه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

۵۸

۳۷۱

۹

۱۰۴

۱۶

۸۶

۱۰

۸۹

۲۳

۹۲

دمالي او بانکي چارو څانګه

۱

۴۲۹

۱۱۳

۱۰۲

۹۹

۱۱۵

مجموع

 

  1. د مالي او بانکي چارو څانګې فارغین (۱۳۹۸-۱۳۹۵):

 

فارغینو مجموعه

څلورمه دوره(۱۳۹۸)

دریمه دوره(۱۳۹۷)

دویمه دوره(۱۳۹۶)

اوله دوره (۱۳۹۵)

څانګه

ګڼه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

ښځینه

نارینه

۲۰

۳۱۲

۹

۱۰۴

۳

۸۱

۳

۸۴

۵

۴۳

د مالي او بانکي چارو څانګه

۱

۳۳۲

۱۱۳

۸۴

۸۷

۴۸

مجموع

 

  1. د مالي او بانکي چارو څانګې درسي مواد او کاریکولم:

په مالي او بانکي چارو څانګه کې لاندې مضامین تدریس کېږي :

شمېره

مضمونونو عنوانونه

شمېره

مضمونونو عنوانونه

۱

عامه مالي چارو بنسټونه

۹

پولي اقتصاد

۲

د حقوقو مبادي

۱۰

اقتصادي حقوق

۳

عامه اقتصاد

۱۱

عامه بودجه(تیوري)

۴

عامه بودجه(سیاست)

۱۲

بیمه

۵

دولتي محاسبه

۱۳

مالي او پولي بازارونه

۶

بانکداري

۱۴

مالي سیاستونه

۷

پولي سیاست

۱۵

د مالي خطرونو مدیریت

۸

د دولت استقراض