غزنی پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرائیه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتي سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

gu_user
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۲۳

غزنی پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د  اجرائیه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتي سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام  دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزنی پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي په همکاری د الکترونیکي زده کړو د کميتې په واسطه ترسره شو د یاد پوهنتون رئیس پوهنمل محمود همت، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، تدریسې عمومي مدیرانو او اجرائیه مدیرانو ګډون درلود.

غونډه  د قران عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل  شوه وروسته  د غزنی پوهنتون د الکترونیکي زده کړو د کمیټې مسؤول محترم وحیدالله عمریار د یادې کمیټې د کړنو او پرګرامونو په اړه خبرې وکړې، ورپسې د غزنی پوهنتون رئیس محترم پوهنمل محمود همت د پروګرام په اړه بنسټیزې خبرې وکړې او د پوهنتون د مسؤلینو څخه يې د سیستم پر تطبیق د پاملرنې  غوښتنه وکړه. وروسته  د محصلینو چارو مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحي د یاد سیستم په اړه خپل چمتو کړي پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې  او اړوندې برخې یې تشریح کړې. وروسته دعلمي چارو مرستیال محترم پوهنمل محمدمسعود نیکنام د یاد پروګرام په اړه خبرې وکړې د یاد پروګرام په لاره اچوونکو او ګډون کوونکو څخه یې مننه وکړه او د استادانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد سیستم د تطبیق په اړه خپل مسؤولیت تر سره کړي.

په پای کې د الکترونیکي زده کړو د کمیتې مسؤول محترم وحیدالله عمریار یاد معلوماتی سیستم  په عملي ډول د پروګرام ګډونوالو ته تشریح او د دوي پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

یاده غونډه د الکترونیکې زده کړو د کمیټې د غړی او دشرعیاتو دپوهنځې د رئیس پوهنیار  سید آصف هاشمي  دعا کولو سره پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې دا پروګرام  به په څو دورو کې د استادانو او محصلینو لپاره په راتلونکی کې هم په لاره واچول شي.

The guidance program for the use of higher education knowledge system was held for professors, teaching managers and executives of Ghazni University departments.

 

The guidance program for the use of higher education knowledge system was held for professors, teaching managers and executives of Ghazni University departments.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS