غزني پوهنتون کې استادانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۶
xc

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري استادانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.
په یاد تدریسي پروګرام کې د ټولو پوهنځیو استادانو ګډون درلود. چې پر مهال یې د جریدې محتوا په تفصیلي ډول تشریح شوه او د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د تطبیق ارزښت، قانوني حیثیت او د علمي بنسټونو په چارو کې یې اغېز وڅېړل شو.
په ورته مهال رئیس صاحب ټینګار وکړ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونه او حکمونه د اسلامي شریعت، ملي ګټو او ټولنیز نظم پر بنسټ ولاړ دي او د پوهنتونونو استادان مکلف دي چې د خپلو تدریسي، اداري او مسلکي چارو پر مهال یادې لارښوونې په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.
د پروګرام ګډونوالو دغه ډول علمي او ارشادي ناستې ګټورې وبللې او څرګنده یې کړه چې د جریدې تدریس د استادانو د پوهاوي د لوړولو، د واحد فکري دریځ د رامنځته کولو او د نظام د پالیسیو د سم تطبیق په برخه کې مهم رول لري.

د یادونې وړ ده چې یاده جریده په اونۍ کې هره سه شنبه د عمومي رئیس له لوري استادانو ته تدریس او تشریح کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۳ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS