غزني پوهنتون عمومي رئیس د علمي چارو معاونیت او اړوندو آمریتونو د کارونو د څارنې او روانو چارو د چټکتیا په موخه ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۳
qw

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، شیخ مولوي عبدالمالک محسن د علمي چارو د معاونیت او اړوندو آمریتونو له کاري بهیرونو څخه د نږدې څارنې او د چارو د لا چټکتیا په موخه هراړخیزه ارزونه ترسره کړه.
په دغه ارزونه کې چې د علمي چارو معاونیت، د تضمین کیفیت آمریت د استادانو چارو آمریت شامل وو، د پوهنتون د علمي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د اداري چارو د همغږۍ پیاوړتیا، او د استادانو او محصلینو د ستونزو د دقیقې ارزونې په هدف ترسره شوه. 
د ارزونې پر مهال، شیخ صاحب د یاد معاونیت او اړوندو آمریتونو د فعالیتونو، اسنادو، کړنلارو او ورځنیو اجراآتو جلا جلا څېړنه وکړه او د موجودو پرمختګونو تر څنګ یې د ځینو تخنیکي ننګونو د حل لپاره لازمې لارښوونې هم ورکړې.

هغه ټینګار وکړ چې د پوهنیزو چارو معیاري مدیریت او د علمي خدمتونو چټکتیا د پوهنتون د پرمختګ اصلي بنسټونه دي. نوموړي د اړوندو آمریتونو مسؤلینو ته وویل چې د چارو د بهیر سرعت او د محصلینو چارو ته ځواب ویونکي خدمتونه باید د لومړیتوب په توګه تعقیب شي.
د علمي چارو معاون او اړوندو آمریتونو مسؤلینو د خپلې برخې د کړنو راپورونه وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د رهبري د لارښوونو پر بنسټ به د خدمتونو کیفیت لا ښه کوي.

غزني پوهنتون په وروستیو کې د اداري او علمي چارو د معیاري کولو، د پروسو د منظمې څارنې، او د شفافیت د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي. د نن ورځې ارزونه د همدې لړۍ یوه مهمه برخه وه چې تمه ده د استادانو او محصلینو لپاره به یې کاري چاپېریال لا اغېزمن کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۸ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۸ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS