غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړيو ټولګیو ۱۴۰ تنه محصلینو ته د انګېزه ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۱۲
fg

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۱ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورو څانګو د لومړنیو ټولګیو ۱۴۰ تنه محصلینو ته د "انګېزه ورکولو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو.
دغه پروګرام د پوهنځي د استادانو په نوښت او د محصلینو په پراخ ګډون ترسره شو، چې موخه یې د محصلینو د زده کړو د کیفیت لوړول، په هغوی کې د علمي روحیې پیاوړتیا او د راتلونکي لپاره د لا هڅې روحیه را ژوندۍ کول و.
په سمینار کې د پوهنځي رئیس پوهنمل عزت الله سهاند د زده کړو پر ارزښت، د ژبو او ادبیاتو پر مقام، د وخت پر سم مدیریت، او د محصلینو پر مسوولیتونو هر اړخیزې خبري وکړې.او ویې ویل چې د دې ډول علمي او روزنیزو پروګرامونو لړۍ به د دوام وړ ګرځوي، څو محصلین د علمي پرمختګ ترڅنګ د ټولنې د خدمت لپاره هم چمتو شي.
وروسته د دغه پوهنځي استاد پوهنمل محمد مصطفی صفا د انګېزې او الهام ورکولو اړوند چمتو کړی پریزینټېشن وړاندي او محصلینو ته یې په اړوند برخه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ګډونوالو د یاد سمینار د محتوا ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د هغوی د هڅونې او تحصیلي پرمختګ لپاره ډېر اغېزمن دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS