غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره او په یو شمېر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې .
              قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ تر سره شوه. 
 چې پیل یې د قران کریم په مبارکو آیتونو سره وشو، په دغه ناسته کې د څلورو معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د شورا غړو ګډون درلود.
چې د اجنډا مطابق په ځینې موضوعاتو بحث لکه: غزني پوهنتون ته د نویو کامیابو شویو محصلینو د ثبت او راجستر او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو د بیلابیلو پوهنځیو استادانو د علمي ترفیعاتو دوسیو تائیدي او یو شمېر نورو متفرقه او مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې. 
ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
