د غزني پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمېټې ناسته تر سره شوه؛ او پکې د ستراتیژیک پلان د تطبیق څارنې میکانېزم ته د کتنې ترڅنګ په مهمو موضوعاتو بحث ترسره شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۹
zx

ورځ: شنبه
  ذالحجه ۲۴ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق  
جوزا ۳۱ مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
 جون ۲۱ مه، ۲۰۲۵ م.

د غزني پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه؛ او د ستراتیژیک پلان د تطبیق څارنې میکانېزم ته د کتنې ترڅنګ په یو شمیر مهمو موضوعاتو د بحث او خبرو اترو سره سره لازمي پریکړي وشوې.
 ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه.
ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د کمېټې له غړو وغوښتل چې خپلې چارې د صداقت، ایماندارۍ، او د وخت د ارزښت په پام کې نیولو سره پر مخ یوسي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ستراتیژیک پلان عملي کېدل د پوهنتون د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري، او ټول اړخونه باید د دې تطبیق ته ژمن پاتې شي. 
وروسته د ناستې ګډونوالو د A. P. R په تړاو د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنو، د ستراتیژیک پلان د تطبیق څارنې میکانېزم ته کتنه، د ستراتیژيک پلان د تطبیق څارنې، لنډیز او د مختلفو کچو په کاري پلانونو کې د ستراتیژیکو اقداماتو غبرګون څرنګوالي اړوند معلومات شریکولو په تړاو خبري؛ او د ستراتیژیک پلان فرعي کمېټو او لرلید او مأموریت بیانیو نصب څرنګوالي د څارنې راپور شریکولو اړوند د بحث او خبرو اترو تر څنګ په متفرقه مسایلو هم بحث او خبري اتري وشوې او په اړوند یې لازمي پريکړي وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS