غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو او د شپږګونو پوهنځیو د ستراتیژیک پلان کمیټې غړو ته د ستراتیژیک پلان د جوړولو او تدوین په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۵۵
gu

قمري نېټه: شوال ٣٠، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی٨، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢٨، ۲۰۲۵م

په غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي په نوښت د دغه پوهنځي استادانو او د شپږګونو پوهنځیو د ستراتیژیک پلان کمیټې غړو ته د ستراتیژیک پلان د جوړولو او تدوین په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې د روحانیت فضا یې رامنځته کړه.
ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، پوهنمل عبدالمتین میاڼې، د ستراتیژیک پلان اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي د ستراتیژیک پلان د اړتیا، موخو، اصلي اصولو او عملي ګټو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. 
تر دې وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد، پوهنمل احسان الله سعید، د ستراتیژیک پلان په اړه چمتو کړی پرزینټېشن ګډونوالو ته وړاندې کړ. چې په خپل پرزینټېشن کې یې د ستراتیژیک پلان د جوړښت، مهمو پړاوونو لکه د وضعیت تحلیل، هدف ټاکنه، د ستراتیژیو انتخاب، او د تطبیق میتودونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS