غزني پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۳۷
ax

چهارشنبه: ۱۳/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق ۲۵/مېزان/۱۴۰۳ه.ش ۱۶/اکټوبر/۲۰۲۴م نن ورځ د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون د محصلینو د اسلامي بیداري او فکري اصلاح په موخه له شاو خوا ۵۰۰ تنه محصلینو څخه د نبوي سیرت آزموینه واخیستله. د آزمویني د پیل پرمهال د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجینر محمد عثمان منیب د آزمویني ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وویل چې له دې ډول آزموینو څخه یې موخه او هدف د محصلینو د خپلو درسونو ترڅنګ د دوی اسلامي بیداري، فکري اصلاح، عقیدوي او علمي پرمختګ ده او زیاته یې کړه چې غواړي نوري دیته ورته برنامې او سیالۍ هم د پوهنتون په سطحه ترسره کړي او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې آزموینه به په پوره شفافیت اخیستله کیږي او پایلي به یې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان او ممتازو او د لوړو نمرو اخیستونکو ته به ډالۍ ورکړل شي هیره دي نه وي چې غزني پوهنتون د امارت پیژندني فکري سیالۍ هم په لاره اچولي وه چې د لوړو نمرو اخیستونکي یې په ډالیو ونازول شول. د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS