د غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د استادانو لپاره پیل شوی دوه ورځنی سمینار نن پای ته ورسېد.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۱۸
az

سه شنبه: ۱۲/ربیع الثانی/۱۴۴۶ هـ.ق

۲۴/میزان/۱۴۰۳ هـ.ش

د غزني پوهنتون د څېړنو معاونیت، د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړونی آمریت په همکارۍ، د استادانو د مسلکي او څېړنیز ظرفیت لوړولو په موخه دوه ورځنی سمینار ترسره کړ. د سمینار پیل د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د دې ډول سمینارونو ګټورتیا وستایله او ویې ویل چې علمي سمینارونه د پوهې د کچې لوړوالي، د پوهنتون د استادانو ترمنځ همغږي او یووالي او علمي معلوماتو د شریکولو سبب ګرځي. هغه زیاته کړه چې استادان باید د علمي څېړنو ترڅنګ د محصلینو درسونو او د هغوی د بې ځایه وخت تېرولو مخنیوي ته هم جدي پام وکړي او خپل مسؤلیت په خپل وخت ادا کړي.

په لومړۍ ورځ د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل روح الله کمال او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل سید رحمت الله موسوي د تحقیق په اخلاقو، د علمي تحقیقاتو په ادبي سرقت او د څېړنو په اخلاقي کودونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه، په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو په عادلانه کره کتنه، د کره کتونکو دندو، قوانینو او د څېړنو په مالي موضوعاتو هم خبرې وشوې.

په دویمه ورځ، د څېړنو آمر پوهنیار فواد ناصري د نمونې اخیستنې میتودونه، څېړنیزو معلوماتو د راټولولو وسایل او لارې چارې، او په ګوګل فورم کې د آنلاین پوښتنپاڼو جوړولو اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، د پوهنتون د علمي څېړنو معاون ښاغلي میاڼي له ټولو استادانو او د سمینار له ګډونوالو مننه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS