د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اجرائیه مدیریت لپاره ښاغلی محمد عادل منیب معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۶
we

چهارشنبه: ۶/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۱۸/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۹/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د خپلو کارونو د چټکتیا او لا ښه والي او د یاد پوهنځي په کارونو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي په موخه د خپل اجرائیه مدیریت لپاره ښاغلی محمد عادل منیب د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد او د اقتصاد پوهنځی رئیس پوهنمل وحیدالله امین او د ياد پوهنځي د څو تنو استادانو له لوري نن ورځ رسماً معرفي او په دنده یې پیل وکړ، د دغه مدیر د معرفت پر مهال د یاد پوهنځي رئیس ښاغلي امین دغه مدیر ته د مبارکي ترڅنګ په خپلو چارو کې له الله ج نه د بریا غوښتنه وکړه او ورسپارل شوي مسؤلیت یې یو دروند پېټی یاد کړ او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې باید خپل کارونه له پلان سره سم مخته یوسي او د پوهنتون او یاد پوهنځي د ترقۍ او ودي لپاره لا نور کار وکړي همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي خالد هم دغه مدیر ته د مبارکي ترڅنګ په کارونو کې د لا بریالیتوبونو غوښتنه وکړه او ورسپارل شوي مسؤلیت یې یو لوی مسؤلیت یاد کړ او ویې ویل چې باید دغه مسؤلیت یو خدایې مسؤلیت وبولو او هره کړنه باید د پاک نیت او اخلاص له مخي ترسره کړو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS