غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو په ګډه د چاپېریال ساتنې او د دغه پوهنځي د ښکلا او پاکوالي په موخه د عمومي اشر پروګرام ترسره کړ.

gu_user1
Sat, Aug 23 2025 2:38 PM
vb

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۳ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډه د چاپېریال ساتنې او د یاد پوهنځي د ښکلا او پاکوالي په موخه د عمومي اشر پروګرام ترسره کړ.
یاد اشر د کرنې پوهنځي د رهبرۍ په ابتکار او د استادانو په لارښوونه د محصلینو په پراخ ګډون ترسره شو. په دې پروګرام کې د پوهنځي انګړ، درسي ټولګي، دهلېزونه او شاوخوا ساحې له کثافاتو پاکې؛ او د چاپېریال د ښکلا لپاره لازم کارونه ترسره شول.

په ورته مهال د کرنې پوهنځي د نظم او ډسیپلین کمېټې مسؤل پوهنمل استاد حبیب الله فیضي د اشر پر مهال وویل چې د چاپېریال پاکوالی نه یوازې د زده کړې او تدریس لپاره مناسبه فضأ برابروي، بلکې د روغتیا او ټولنیز ژوند په ښه والي کې هم مهم رول لري. هغوی زیاته کړه چې د داسې ګډو پروګرامونو دوام به د محصلینو تر منځ د ګډ کار او ټولنیزې همکارۍ روحیه نوره هم پیاوړې کړي.
محصلینو هم د اشر په اړه خپلې خوښۍ څرګندې کړې او ژمنه یې وکړه چې د خپل پوهنځي د پاکوالي او سمون په برخه کې به تل ونډه اخلي.
غزني پوهنتون تل هڅه کوي ترڅو د علمي پروګرامونو ترڅنګ، د ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو په ترویج کې هم رغنده رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS