غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د علمي مقالې لیکنې او په آنلاین بڼه د څېړنیزو سرچینو د موندلو په اړه ښوونیز او معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

gu_user1
Tue, Nov 17 2026 10:27 AM
bp

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د علمي او څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا او د علمي معلوماتو د ترلاسه کولو د مهارتونو د لوړولو په موخه، د «علمي مقالې لیکنې» او «په آنلاین بڼه د علمي مقالو او معلوماتو پلټلو او ترلاسه کولو» تر سرلیکونو لاندې ښوونیز او معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

یاد سمینارونه د اقتصاد پوهنځي استاد دوکتور عزیزالله فیضي وړاندې کړ؛ چې پرمهال یې محصلینو ته په عملي ډول د علمي مقالې لیکنې د اصولو، څېړنیزو میتودونو، د باوري علمي سرچینو د پېژندنې، د انلاین علمي ډیټابېسونو او وېب‌پاڼو له لارې د مقالو او اړوندو معلوماتو د موندلو او ترلاسه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړده چې د دغو سمینارونو موخه د محصلینو د علمي لیکنې او څېړنې د مهارتونو لوړول، د بریښنایې علمي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې دودول او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

سه شنبه

۱۴۴۸/۰۶/۰۶ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۸/۲۶ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۱۷م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS