غزني پوهنتون کې محصلینو ته د تشویق، هڅونې، اصلاح او معنوي روزنې په موخه اصلاحي بیان ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۴۱
hu

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، شیخ مولوي عبدالمالک محسن، په لیلیه کې مېشت محصلینو ته د هڅونې، اصلاح او معنوي روزنې په موخه مهم اصلاحي بیان وړاندې کړ. 
 په یاد اصلاحي بیان پرمهال رئیس صاحب په خپلو خبرو کې محصلین د علم د حاصلولو، د خپل استعداد د وده کولو او د ټولنیزو مسؤلیتونو د درک کولو او د صورت او سیرت اصلاح ته وهڅول. نوموړي ټینګار وکړ چې محصلین باید د خپلو زده کړو ترڅنګ خپل اخلاق، چلند او د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي، څو په راتلونکي کې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ مؤثر او مسؤل نسل ثابت شي.

هغه زیاته کړه چې محصلین دې له بې‌هدفه فعالیتونو ځانونه وساتي او خپل وخت د علم، مهارت او شخصیت جوړونې لپاره ځانګړی کړي.  شیخ صاحب محصلینو ته دا هم وویل چې هر مثبت ګام، هره سالمه هڅه او هره غوره لاسته‌راوړنه د ټولې ټولنې د راتلونکي لپاره مهم ارزښت لري.

په پای کې ګډونوالو د نوموړي د اصلاحي بیان هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د زده‌کوونکو په فکري روزنه، سالمه لارښوونه او مثبت بدلون راوستلو کې مهم رول لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې نوبتي ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې ناسته د عمومي رئیس په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. 
ناسته د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
وروسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۴:۵۷
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپیریال د ښکلا او سرسبزۍ په موخه د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې پروسه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او سالمې فضأ د رامنځته کولو په موخه، د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې (لاین کولو) پروسه ترسره شوه. دا پروسه د پوهنتون د سرسبزۍ او چاپېریالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو د تیر سمیستر د ځینو نیمګړتیاوو د تکرار مخنیوي او راتلونکې سمیستر د منظم پیل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس مفتي محمد میرویس عبدالله د یاد پوهنځي د څانګو له آمرینو سره د تېر سمیستر د فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د یاداوري او د راتلونکي سمیستر د. . .

BACK TO NEWS