غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې او پاکوالي په موخه عمومي اشر ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۵۸
ui

ي پوهنتون د چاپېریال د پاک ساتنې او د ښکلي فضا د رامنځته کولو په موخه د د مالي او اداري چارو معاونیت په هدایت عمومي اشر ترسره شو.
دغه اشر د پوهنتون د خدماتي کارکوونکو ۱۶ تنو په فعاله ونډه ترسره شو. د اشر موخه د پوهنتون انګړ، ودانۍ، سړکونه او شاوخوا سیمې له کثافاتو، وچو بوټو او نورو فضلاتو څخه پاکول او د چاپېریال د پاکوالي ارزښت ته پاملرنه وه.
د اشر په جریان کې د پوهنتون بېلابېلې برخې، لکه د تدریسي ودانیو شاوخوا، اداري بلاک، د محصلینو د تګ راتګ لارې او شنه ساحې پاکې شوې. دغه اقدام د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او د کارکوونکو د ګډ کار د روحيې د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام دئ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه، ۱٤، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ١٥، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS