غزني پوهنتون لیلیه کې مېشت محصلینو ته د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ارزښتناکو او لارښود فرمانونو د قدردانۍ ترڅنګ د محصلینو د صورت او سیرت، سمون او معنوي ودې په موخه اصلاحي بیان وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۹
ad

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۶ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۷ ، ۲۰۲۵م 

تېره شپه غزني پوهنتون په لیلیه کې ګڼ شمېر مېشت محصلینو ته د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ارزښتناکو او لارښود فرمانونو د قدردانۍ ترڅنګ د محصلینو د صورت او سیرت، سمون او د ځوان نسل د فکري روزنې کتاب اړوند اصلاحي بیان وړاندې شو. 
 د دغو اصلاحي خبرو پرمهال ښاغلي نوري، ټینګار وکړ چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه لارښوونې د امت د سوکالۍ، وحدت او اصلاح ضامن دي او د محصلینو لپاره دا یوه ستره دنده ده چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې د دغو لارښوونو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همداراز، په اصلاحي بیان کې د ځوان نسل پر دیني او اخلاقي روزنه ټینګار وشو او محصلینو ته د علم تر څنګ د عمل، تواضع، اخلاص او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې سپارښتنه وشوه.
ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول معنوي او اصلاحي غونډې د محصلینو په فکري او اخلاقي جوړښت کې اغېزناک رول لري.
د غونډې په پای کې د الله تعالی دربار ته د دعا لاسونه پورته شول او له لوی رب څخه د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د محصلینو د علمي او معنوي بریاوو غوښتنه وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS