غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
bu

قمري نېټه: محرم الحرام  ۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۰، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه:  جولای ۱، ۲۰۲۵م

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو د محصلینو  ترمنځ د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې. په دغو سیالیو کې د بېلابېلو پوهنځیو اتو ټیمونو ګډون کړی، چې هدف یې د محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.

د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د محصلانو چارو سرپرست مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د ورزش اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې ورزش نه یوازې فزیکي روغتیا تضمینوي، بلکې د زغم، همکارۍ او مشرتابه مهارتونه هم پیاوړي کوي. دا ډول سیالۍ د محصلینو ترمنځ مثبت رقابت رامنځته کوي او د پوهنتون فضاء لا ښکلې کوي؛ او زیاته یې کړه چې د  پوهنتون رهبري هڅه کوي چې د نورو لوبو لکه والیبال او کرکټ لپاره هم سیالۍ تنظیم کړي، ترڅو د محصلینو ورزشي استعدادونه نور هم وغوړېږي.

د سیالیو لومړۍ لوبه د ژبو، ادبیاتو  او ښوونې او روزنې پوهنځیو ترمنځ ترسره شوه.

په ورته وخت کې، محصلین له دې نوښت څخه هرکلی کوي او وایي چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې د دوی د ذهني فشارونو کمولو کې مرسته کوي، بلکې د ملګرتیا او همکارۍ فضا هم رامنځته کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د تحقیقاتو آمریت د مرکزي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځیو فرعي څېړنیزو کمېټو د چارو ارزونه تر سره شوه.

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

 د علمي څېړنو د کیفیت د لوړوالي، شفافیت، او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه، د غزني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لپاره نوی معاون معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د حکم پر اساس، مفتي صاحب عزت‌الله نوري د غزني پوهنتون د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته ترسره او په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمي پریکړي وشوې.

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې د. . .

BACK TO NEWS