د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۴:۳۹
dg

دوشنبه : ۲/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۱۴/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۴/نوامبر/۲۰۲۴م

د معمول سره سم د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو پکې خبرې اترې وشوې. ناسته د اجنډا مطابق د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو پیل ورپسې د علمي چارو مرستیال او د پوهنتون سرپرست رئیس مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته د علمي شورا په ارزښت او پر وخت د استادانو د ترفېعاتو په کولو او لړ نورو اړينو مسائلو لنډه مقدماتي وينا وکړه، ټينګار یې وکړ چې په پوهنتون کې باید د همکارۍ روحيه پياوړې کړو تر څو علمي ودي ته لاره هواره شي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

وروسته د شورا غړو د بیلابیلو پوهنځيو د استادانو د علمي ترفېعاتو دوسيو، د ښوونې او روزنې پوهنځي، ژبو او ادبیاتو پوهنځي د قرار دادي استادانو دوسيو، د اقتصاد پوهنځي ستراتیژیک پلان او ځينو متفرقه مسائلو په اړه لازمي پرېکړې وشوې، ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مديريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS