غزني پوهنتون کې له استادانو او اداري کارکوونکو سره د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د اغېزو څېړنیز کنفرانس پایلې او مهم ټکي د سمینار په ترڅ کې شریک شول.
غزني پوهنتون کې له استادانو او اداري کارکوونکو سره، د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د اغېزو د علمي او څېړنیز کنفرانس پایلې او د یاد کنفرانس په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د وینا مهم ټکي شریک شول.
دغه څېړنیز کنفرانس چې تېره اونۍ د لوړو زده کړو وزارت په اهتمام د وردګو پوهنتون له لوري په کابل پوهنتون کې ترسره شو؛ نن ورځ یې په غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه؛ او د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمنان البدر له لوري د یاد څېړنیز کنفرانس پایلې، موندنې او مهم موضوعات په خلص شکل سره وړاندې شول او همداراز یې د شیخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د وینا پر مهمو ټکو رڼا واچوله.
د دې پروګرام موخه د کنفرانس د علمي لاسته راوړنو شریکول، د استادانو او کارکوونکو پوهاوي لوړول او د څېړنیزو موندنو په اړه د ګډ تفاهم پیاوړتیا وه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۶/۱۱ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۹/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۲۲م
