غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوي ستراتیژیک پلان د لاښه پوهاوی په موخه علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۳:۴
ax

۱۴۴۶هـ ق د شعبان المعظم ٢مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ١٣ مه

۲۰۲۵م د فبروری ١ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوی ستراتیژیک پلان د پېژندنې او لا ښه پوهاوي په موخه علمي او معلوماني سیمینار وړاندې شو. یاده علمي ناسته چې د پوهنځي په ریاست کې جوړه شوې وه، پیل یې د قران عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

ورپسې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، ښاغلي پوهنمل عزت الله سهاند، د ستراتیژیک پلان په جوړښت، اړوندو جزئیاتو او ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق او د پوهنځي د علمي چارو د لا منظموالي او ټاکلو موخو ته پر خپل وخت د رسېدنې په اړه خبرې وکړې. او د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د تشریح په برخه کې یې د پلان مهم ټکي روښانه کړل او د پوهنځي د راتلونکو موخو، علمي پرمختګ، او اکاډمیکو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

په ناسته کې د پوهنځي استادانو او کارکوونکو د ستراتیژیک پلان د تطبیق پر څرنګوالي، علمي پرمختګونو، او شته ننګونو خبرې وکړې. ګډونوالو د یاد پلان د لا ښه تطبیق لپاره خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه سیمینار د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي ودې او پرمختګ په لور یو مهم ګام بلل کېږي، چې هدف یې د پوهنځي علمي کچه لوړول او د کیفیت لا ښه ‌والی دی.

د نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال له لوري د پوهنځيو له رئیسانو سره د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو پر اغېزمن تطبیق او د زده کړه ییز نصاب د پراختیا په موخه د هغمږۍ ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵
Background image

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه ( په اسلامي شریعت کې معاملات) تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملات تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه تدریسي نصاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوو څانګو ( معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو) لپاره نوي آمرین معرفي او رسماً یې خپلي چاري پیل کړې.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې آمریت لپاره پوهنیار فرید احمد درمل او د معلوماتي سیستمونو څانګې آمریت لپاره نوماند پوهنیار نورالله آرین د نویو آمرینو په. . .

BACK TO NEWS