غزني پوهنتون استادانو ته د دعوت ارشاد آمریت له لوري د امام ابوحنیفه(رح) د ژوند او شخیصت اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۴۴

ورځ: سه شنبه

۲۲ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

۴ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

۲۴ ډسمبر ۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو لپاره د اصلاحي او عقیدوي درسونو په لړۍ کې نن ورځ د امام ابوحنیفه(رح) د ژوند، شخصیت، او مذهب په اړه یو مهم معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ محمد نسیم راشد لخوا وړاندې شو. په سیمینار کې ګډونوالو ته د امام ابوحنیفه(رح) د ژوند اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول، چې د نوموړي فقهي فکر او عقیدوي لاره وڅیړل شوه. استاد راشد ګډونوالو ته وویل چې د امام ابوحنیفه(رح) د ژوند طریقه زموږ لپاره یو مهم الهام دی، او موږ کولی شو د هغه په لارښوونو د عمل په کولو سره د دنیا او آخرت کامیابي ترلاسه کړو.

دغه سیمینار د دعوت او ارشاد آمریت له خوا هره سه شنبه د استادانو لپاره جوړېږي، ترڅو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او اصلاح په برخه کې د پوهې کچه لوړه کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS