د غزني پوهنتون استادانو ته د نفس پاکوالي او د نفس اصلاح په اهمیت او ارزښت تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۳۰
mn

نېټې او ورځ: چهارشنبه

هجري قمري: ۹/جمادی‌الاول/۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۱/قوس/۱۴۰۳

میلادي: ۱۱/دسمبر/۲۰۲۴

تېره ورځ د غزني پوهنتون استادانو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د نفس پاکوالي او د نفس اصلاح په اهمیت او ارزښت تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو. دغه سیمینار چې د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت آمر، مولوي نقیب احمد منذر، له لوري استادانو ته د نفس پاکوالي او د نفس اصلاح په اړه هر اړخیز علمي معلومات وړاندې شول.

مولوي نقیب احمد منذر زیاته کړه چې موږ او تاسو باید د خپلو نفسونو ساتنه وکړو، ځکه چې د نفس پاکوالی او اصلاح انسان ته معنوي ځواک او مثبت بدلون ورکوي.

د دغه سیمینار هدف د استادانو لپاره د روحانیت او اخلاقو په برخه کې د پوهې لوړول وو، ترڅو هغوی وکولی شي د خپلې پوهې او تجربې له لارې خپلو زده کوونکو ته هم دغه مهم پیغام ورکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS