غزني پوهنتون کې د مشرتابه د فرامینو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس ته د غوره چمتووالي او په دغه کنفرانس کې وړاندې کېدونکو مقالو د ارزونې په موخه ازمایښتي کنفرانس ترسره شو.

gu_user1
Wed, Nov 11 2026 2:37 PM
zx

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د علمې څېړنو معاونیت له لوري؛ په وردګ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو تر سرلیک لاندې د جوړېدونکي علمي او څېړنیز کنفرانس ته د لا ښه چمتووالي، علمي پیاوړتیا او د وړاندې کېدونکو څېړنیزو مقالو د ارزونې په موخه ازمایښتي کنفرانس دائر شو.

په دغه ازمایښتي کنفرانس کې شپږ تنه استادانو خپلي څېړنیزي مقالې وړاندې. او د یاد معاونیت له لوري ټاکل شوي هيئت، د دغو څېړنیزو مقالو د علمي او تخنیکي کیفیت، د موضوعاتو د محتوا، د وړاندې کولو د څرنګوالي او د څېړنیزو معیارونو د رعایت په اړه بحث او ارزونه ترسره او د مقالو ارائیه کوونکو ته یې په اړوند برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې .

باید وویل شي چې د یاد ازمایښتي کنفرانس جوړېدل د اصلي کنفرانس د لا منظم ترسره کېدو، د څېړنیزو مقالو د کیفیت لوړولو او د علمي بحثونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه

۱۴۴۸/۰۵/۳۰ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۸/۲۰ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۱۱م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS