غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزې او په ازموینه کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې دوه معلوماتي سمینارونه وړاندې شول.

gu_user1
Sun, Nov 01 2026 2:01 PM
bn

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزو او په ازموینو کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

دغه سمینارونه چې د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل وحیدالله آمین وړاندې کړ؛  پکې محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ د اصولو، اهمیت او مالي راکړې ورکړې په اړه اړین معلومات وړاندې شول. او همداراز، د رواني ستونزو د پېژندنې، د ازموینو پر مهال د اضطراب د کنټرول او د ذهني ارامتیا د ساتلو په اړه هراړخیزې لارښوونې وشوې.

د یادو سمینارونو موخه د محصلینو د علمي او رواني پوهې لوړول، د هغوی د فکري وړتیاوو پیاوړتیا او په تحصیلي بهیر کې د اغېزمن ګډون لپاره د لازم پوهاوي رامنځته کول وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

یکشنبه

۱۴۴۸/۰۵/۲۰ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۸/۱۰ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۰۱م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS