اګرانومي څانګه

د اګرانومي څانګه

د اګرانومي څانګه چې د کرنې پوهنځی يوه له ډيرو مهمو څانګي څخه ده چې د کرنې پوهنځی له تاسيس همزمان په ۱۳۸۷ ليږديز لمريز کال کې تاسيس شوي ده، دغه څانګه د کرنې پوهنځی هغه  تدريسي، څيړنيز، اداري او بنسټيز علمي واحد دی، چې د نباتي توليداتو د  اساساتو او د عملياتو د تنظيمولو او اداره کولو څخه  سربيره  د نباتي فزيالوژۍ، خاورې پوهنې او ادارې ، نباتي نسلګيرې، د هرزه بوټو اداره، نبات ساتنې اوهمدارنګه  داوبو د اوبخوراو دکروندې  تنظيم  او اداره کولو زده کړيز او څيړنيز فعاليتونه ترخپل پوښښ لاندې راولي.

د دغه څانګي د علمي کادر په برخه کې تر دې دمه ۸ نفره د استاد په حيث جذب شوي دي چې له دې جملي څخه يې پنځه تنه استادان ماستر يو تن هم د دوکتورا په زده کړو بوخت او دوه تنه يې د ماستري کورس په زده کړو بوخت دي چې په لاندې جدول کې په تفصيلي شکل سره ښودل شوي دي، ټاکل شوي ده چې په راتلونکي کې نور استادان هم د دوکتورا زده کړو د حاصلولو په موخه بهرنيو هيوادو ته وليږل شي. دغه څانګي تر دې دمه نهه دوري فارغين ورکړي ده او اوس هم ۱۱۰تنه محصل چې ۲۱تنه يې اناث دې په زده کړو بوخت دي او راتلونکي کال هم د ۵۰ نويو محصلينو د جذب لپاره اماده ګي لري.

 

 

 

د اګرانومي څانګي د علمي کادرونو د تشکيل جدول

په څانګه کې حاضر علمي کادرونه

شماره

نوم

دتحصیل کچه

علمي رتبه

دتحصیل ځای

موقف او دنده

۱

سيدرحيم غفاري

ماسټر

پوهنمل

افغانستان

استاد او د څانګې آمر

۲

محمدنعیم جلالي

ماسټر

پوهنمل

افغانستان

استاد

۳

سيدرحميدالله مظفري

ماسټر

پوهنیار

افغانستان

استاد

۴

نجيب الله ابراهيمي

ماسټر

پوهنیار

ايران

استاد

۵

احمدرضا صالحي

ماسټر

پوهنیار

هندوستان

استاد او د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال

د اګرانومي څانګي په زده کړو بوخت علمي کادرنه

 

محمدمهمدي صمیم

د دوکتورا په زده کړو بوخت

پوهنمل

ايران

استاد

۱

محمود همت

دماسټرې په زده کړو بوخت

پوهنیار

چین

استاد

۲

میرزامحمد مدثر

دماسټرې په زده کړو بوخت

پوهنيار

افغانستان

استاد

 

 

لرليد (Vision):

د اګرانومي څانګي لرليد دا دی چې  د دې څانګې د استادانو د څيړنو او مطالعات په مرسته د غذايي توګو په کيفيت او کميت کې زياتوالی رامنځته کړي. تر څو د هيواد د وګړو د غذايي موادو د لږوالي ستونزي تر يوي اندازي راکمي کړای شي، او د دې تر څنګ د محصلينو لپاره بيلابيل زده کړيز پروګرامونه وړاندي کوي تر څو د هغوی مسلکي پوهه په دې برخه کې لوړه شي چې دا به د هيواد په اقتصادي پرمختګ او د باکيفيته غذايي توکو په توليد کې مرسته وکړي.

رسالت (Mission)

د دغه څانګي رسالت دا دی چې دغه څانګي د کرنيزو نباتاتو په برخه کې د اړوندو ستونزو د حل لپاره په معياري توګه  په تدريسي او څيړنيزه برخه کې خدمات وړاندې کړي او  په دې برخه کې  غوره والی رامنځته کوي، همدارنګه دغه څانګه د هيواد د کرنيز سکتور د پراختيا او  ظرفيت لوړوني لپاره د علمي کادرنو په روزنه او نويو معلوماتو په ترويجولو کې فعاله برخه اخلي

اهداف (Goals)

د دې څانګي عمده اهداف دا دې چې د ليسانس په سويه د نباتي توليد د اساساتو، وراثت، نباتي نسلګيري، د نباتي محصولات د ذخيره او پروسيس، د خاورې حاصلخيزی، د غلودانو او حبوباتو توليد، او صنعتي نباتاتو د توليد په برخه کې محصلين هم په تيوريکي شکل او په عملي شکل سره تربيه کړي.  

کاري ساحه (Career Opportunities of the Agronomy Department Graduates)

د اګرانومي څانګي محصيلن د دغه څانګي څخه تر فراغت وروسته کيدای شي په لاندې برخو کې په ښه توګه چارې په مخ بوځی:

۱. د خاورې او اوبو اداره کول او د کرنيزو نباتاتو د پالني په برخه کې ښه مهارتونه درلودل

۲. د خاورې حاصلخيزی او کيفيت لوړوني په برخه کې مهارت دلودل او د نباتي تغذيې په برخه کې په ښه توګه د چارو سمبالول.

۳. د نويو ورايټيو توليدو او په  ساحه کې هغوی ته پرمختګ ورکول

۴. د صنتعني فابريکو لپاره د خامو موادو د ذخيره کولو او پروسيس کولو چاري په مخ وړل

۵. د فارم د وسايلو او ماشين آلاتو په مناسبه او علمي توګه استعمال.

۶. په کرنيزه ساحه او يا هم لابراتوار کې د څيړونکی په حيث د چارو په مخ وړل

۷. د خاورې او اوبو ساتني په برخه کې د چارو په مخ بيول

۸. د څيړنيز لابراتور په برخه کې کرنيز تکنالوجيست په توګه د چارو په مخ وړل

۹. د هيواد په کچه د اګرانومي په بيلابيلو برخو کې  ليسانس محصلينو ته په معياري او باکيفيته توګه د تخنيکي او مسلکي پوهي ارايه کول.

۱۰. په دولتي او غيردولتي ادارو کې د نورو مسلکي دندو په ښه او کاميابه توګه په مخ بيول.