د غزني پوهنتون عمومي رئيس د دعوت او ارشاد کمېټې له غړو محصلینو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۵۳
po

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دعوت او ارشاد کمېټې له غړو محصلینو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د ناستې پرمهال عمومي رئیس د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره د اسلامي ارزښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې محصلین د هېواد د راتلونکي بنسټ جوړونکي دي، نو لازمه ده چې د ښو اخلاقو، مثبتو کړنو او دیني اصولو په رعایت کې مخکښ رول ولوبوي.
نوموړي وویل چې د دعوت او ارشاد کمېټه کولای شي د پوهاوي پروګرامونو، علمي بحثونو او روزنیزو فعالیتونو له لارې د محصلینو ترمنځ د سالم فکر او مثبت بدلون فضأ رامنځته کړي.
په ورته وخت کې، د کمېټې غړو محصلینو هم خپلې نظریې، وړاندیزونه شریک کړل او د پوهنتون له مشرتابه څخه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دعوت او ارشاد اړوند فعالیتونه به لا منظم او پراخ شي، تر څو د پوهنتون په چاپېریال کې د معروفاتو د ترویج او د منکراتو د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۳ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۱ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۳۱ مه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS